۱۴۰۳, ۰۱, ۱۰ - بهار

تازه ترین خیرها

جنګ د بشریت ترټولو بد فکر

  • /
  • 2020-06-20
Image Description

مجبور شوم په سرتېرې ډزې وکړم؛ کله چې په ځمکه پرېوت، د خپلې ښځې نوم یې واخیست.. ماریا ... ماریا... ماریا... وروسته زما د سترګو په وړاندې ومړ. د غاړې په ځنځیر کې یې د ځوانې ښځې او کوچنۍ ماشومې عکس ځړولی و؛ ګمان مې وکړ چې ښځه ماریا او وړه نجلۍ یې لور ده. ځان مې سخت بدې راغی. ما به معمولاً د خلکو پښې په نښه کولې، کوشش مې کاوه چې ویې نه وژنم، فقط زخمي یې کړم چې په مونږ برید ونکړي؛ مګر کله چې مې د دغه سرتېري پښه هدف کړه، ناڅاپه ټوغ شو او مرمۍ یې په سینه ولګېده. اوس به د هغه سرتېري ښځه او کوچنۍ لور د هغه د راتګ څومره انتظار باسي؟ دې ده ښځه به څومره ګرم کمیسونه او شالونه وګنډي، ترڅو چې یې خاوند له جګړې را ستون شي؛ ماریا به آن نه پوهېږي چې خاوند یې تر سخت باران لاندې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهلې او فقط د دې نوم «ماریا» به یې اخیست. جنګ د بشریت تر ټولو بد فکر دی. له ماشومتوب نه مې فکر کاوه چې ایا انسانان مجبور دي یو د بل په وړاندې وجنګېږي؟ او اوس مې ولیدل چې هو؛ کله کله مجبور دي. هغوی چې د جنګ قومانده ورکوي، د جګړې په میدان کې ندي؛ تر باران لاندې ندي؛ د خاورو او خټو په منځ کې ندي او د ماریا د شنو سترګو په فکر کې سا نه ورکوي، هغوی پخپلو ګرمو کورونو کې ناست دي، سګرېټ وهي او قوماندې ورکوي. کاش چې خپل توپک مې د هغو رئیسانو په لور نیولی چې په ګرمو کورونو کې ناست دي، زامن یې په ځانګړو ګرمو حوضونو کې لامبي او دوی په یوه ساده خودکار تر یوه سلام لیکلو هم په اسانۍ سره د سلګونو ماریاګانو د کونډتوب لاسلیکونه «امضا» کوي. ژباړه: محب الله طارق



نظریات تان را با ما شریک بسازید